د امريکا حکومت پلان لري چې د ايتاليا، هسپانيا، المان او فرانسې د ۳ مليارډو او ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو نوي ګمرکي ماليات غونډ کړي، څو له اروپا سره د تجارتي مقاومت د نوي پړاو لپاره چمتو شي. د امريکا د تجارت پلاوي د جون په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د نويو ګمرکي مالياتو په ليست کې د الوتکې او مستې په شمول زيات توليدات شامل دي.
په دې اړه نظرسنجي به د جولای تر ۲۶مې نېټې پورې دوام ولري، ممکنه ده چې امريکا به له دې وروسته په رسمي ډول په اروپايي توليداتو نوي ګمرکي ماليات ولګوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |