د سيلانۍ نړيوال سازمان په دې وروستيو کې د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو له امله د سږ کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې په ګرده نړۍ کې د سيلانيانو شمېر ۴۴ سلنه کم شوی، د سيلانيزو چارو عمومي ارزښت هم ۱۹۵ ميليارډه امريکايي ډالره کم شوی. په مارچ مياشت کې د سيلانيانو شمېر ۵۵ سلنه کم شوی.
د سيلانۍ نړيوال سازمان پر دې ټينګار وکړ چې په جدي توګه د سيلانيزو چارو بيا پيل ډېر لازمي کار دی. د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه او نړيوال سازمانونه بايد د سيلانيزو چارو د بيا سمسورتيا لپاره بايد په جدي توګه ژمنه ادا کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |