د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روسيې د جون په ۲۴مه نېټه د مسکو په سور ډګر کې د ملي دفاع جګړې د بريالي کېدو د ۷۵ کليزې د لمانځنې لپاره پوځي رسم ګذشت تر سره کړ. د روسيې پوځي رسم ګذشت کې ۱۳ زره سرتيري شامل وو، د چين، بلاروس، صربيا، ارمنيا، قزاقستان په شمول د ۱۳ هېوادونو تشريفاتي ګارډ په دې رسم ګذشت کې ګډون کړی و.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستۍ او اعتماد پياوړتيا ډېره مهمه ده. روسيه هيله لري چې د بيړنيو نړيوالو مسئلو د حل لپاره له نورو هېوادونو سره خبرې اترې او همکارۍ وکړي. اوسنۍ نړۍ د چټک بدلون په حال کې ده، موږ يوازې ګډ کوښښ وکړو، دغه نړۍ له ډول ډول نويو خطرونو څخه ژغورلای شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |