CRI Online

په بېجينګ کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت کنټرول او ثابت شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-25 11:14:26

د سينګاپور ورځپاڼې د خبر له مخې، د بېجينګ د ښاروالۍ وياند شو هه جيان د جون په ۲۲مه نېټه وويل، د جون له ۲۱مې نېټې راهيسې په بېجينګ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې پېښې د کمېدو په حال کې دي. له دې څخه ښکاري چې بېجينګ په ډېر ګړندي توګه د دې ناروغۍ د خپرېدو کليدي ټکی کنټرول او د خپرېدو تمايل مخنيوی يې کړی دی. خو بايد دا ښه وپېژندل شي چې لا اوس هم په په بېجينګ کې د دې ناروغۍ د وقايي او کنټرول کارونه ستونزمن او پيچلي دي.

د شانګهای د فودان پوهنتون په اړه د هوا شان روغتون د ساري ناروغۍ څانګې مشر جانګ ون هونګ د جون په ۲۱مه نېټه وويل، په دې وروستيو ورځو کې بېجينګ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې پېښې د دې ناروغۍ د خپرېدو دوهمه څپه نه ده. څرنګه چې دا يوازې په محدوده سيمه کې رامنځته شوې او د ناروغۍ د خپرېدو حالت په چټکۍ سره کنټرول او مخنيوی يې شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای