د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په اروپا کې د روغتيا نړيوال سازمان دفتر مسئول کلوګ د جون په ۲۵مه نېټه په يوه ويډيويي خبري ناسته کې وويل، له دې سره چې په اروپايي هېوادونو کې د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنترول لپاره ټولنيز کنترول او محدوديتونه ګام په ګام کم شوي، په اروپا کې د وبا د بيا راپورته کېدو وضعيت رامنځته شوی.
نوموړي وويل، چې تر اوسه په اروپا کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر ۲ مليونو ۵۰۰ زرو تنو زيات شوی دی. که څه هم د نړۍ په ټولو ثبت شويو پېښو کې د اروپايي پېښو انډول د روان کال د مخکښې مودې په پرتله ټيټ شوی، خو په دې وروستيو کې په اروپا کې هره ورځ د اخته کېدنې ۲۰ زره پېښې او د مړينې ۷۰۰ پېښې رامنځته شوې. په تېره اوونۍ کې په اروپا کې د نويو پېښو شمېر له تېرو څو مياشتو راهيسې په لومړي ځل لوړ شو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |