د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۴مه نېټه وويل، پولنډ په دغه هېواد کې د امريکايي سرتيرو د زياتوالي غوښتنه کړې ده، ممکنه ده چې امريکا له المان څخه يو شمېر سرتيري راوباسي او دغه سرتيري پولنډ ته وليږي.
ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د پولنډ له ولسمشر اندرزيج دودا سره ليدنه وکړه او پکې يې په دې ټينګار وکړ چې پولنډ دې په دغه هېواد کې د ميشتو امريکايي سرتيرو لګښتونه پر غاړه واخلي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |