د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د جون په ۲۴مه نېټه د منځني ختيځ مسئلې په باب د امنيت شورا په يوه ويډيويي غونډه کې له اسرائيلو څخه وغوښتل چې د اردن سيند د لوېديځې غاړې د ځينو سيمو د نيولو له پلان څخه لاس واخلي. نوموړي وويل، د اسرائيلو دغه کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سخته سرغړونه ده. م م به په پر له پسې ډول د نړيوالو قوانينو او د م م د اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د نښتې د پای ته رسولو لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |