د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جاي ين د جون په ۲۵مه نېټه د سيول په هوايي ډګر کې د دغه هېواد او د کوريا ديموکراتيک جمهوريت تر منځ د جګړې د پېښېدو د ۷۰مې کليزې د يادونې په مراسمو کې وويل، دواړه هېوادونه دې په سوله کې د ګډ ژوند لاره ولټوي.
هغه په خپله وينا کې وويل، د دواړو هېوادونو تر منځ د نظامونو د توپير له امله شخړه پای ته رسېدلې ده، د کوريا جمهوريت نه غواړي چې په زور سره خپل نظام د کوريا په ولسي ديموکراتيک جمهوريت کې مروج کړي. موږ له جنګ سره مخالفت کوو، د دواړو خواوو تر منځ سوله او په ګډه شتمن کېدل غواړو، هيله لرو چې دواړه هېوادونه له يووالي مخکې د ښو ګاونډيو هېوادونو په حيث ګډ ژوند وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |