CRI Online

د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د امريکا د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د کمښتنډول ۵ سلنې ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-26 11:46:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګريزو چارو وزارت د جون په ۲۵مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، د سږ کال په لومړې ربعه کې د امريکا د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د کمښت انډول ۵ سلنې ته رسېدلی دی.

نوموړي وزارت د معمول سره سم د هرې ربعې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په باب درې ځلې پېشبيني وړاندې کوي. د امريکا د دوهمې ربعې د ياد ارزښت په باب لومړۍ پېشبيني به د جولای په ۳۰مه نېټه خپره شي. د اقتصادي کارپوهانو د اټکل له مخې، په دوهمه ربعه کې به د امريکا اقتصاد د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو حالت او په کورنيو کې د پاتې کېدو مقرراتو له امله لا ضعيف شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای