CRI Online

د دوان وو اختر په ورځ کې په چين کې د سيلانيانو شمېر له ۱۷ ميليونو څخه هم اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-26 11:47:57

د سينهوا اژانس خبريال د جون په ۲۵مه نېټه د چين د کولتور او سيلانۍ له وزارت څخه خبر واخيست، چې د دوان وو اختر په ورځ کې په چين کې د سيلانيانو شمېر ۱۷.۲ ميليونه ۷۶ زرو ته رسېدلی دی، د سيلانۍ عمومي ارزښت ۴ ميليارډه او ۴۷۰ ميليونه يوانه دي.

د کولتور او سيلانۍ وزارت د بازار د ادارې رياست يو مسئول وويل، د دوان وو اختر په درېيو ورځو رخصتۍ کې د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي او د ننداريزو سيمو د ادارې چارې روانې دي، د ننداريزې سيمې د سيلانيانو شمېر دې له ۳۰ سلنې اندازې څخه زيات نه شي. د شمېرنې سره سم، تر اوسه په چين کې د A په کچه ۱۰ زره او ۶۴ ننداريزې سيمې بيا خلاصې شوې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای