د ايران ولسمشر حسن روحاني د جون په ۲۵مه نېټه د نفتو د ۳ نويو پروژو د پيل کېدو اعلان وکړ چې په لاندې ډول دي : د ګوريح - جاسک تر منځ د نفتو پايپ لاين د غزولو پروژه، د مياندوب دنفتي صنايعو پروژه او د C2H6 د توليدولو کرښي پروژه. دغه درې پروژې نه يوازې د ايران کورنۍ اړتياوې پوره کولای شي، بلکې د انرژۍ د برابرولو په ساحه کې د ايران مقام پياوړی کوي.
روحاني وويل، د ګوريح - جاسک تر منځ د نفتو پايپ لاين د غزولو پروژه مهم ستراتيژيک اهميت لري. سيمه ييز هېوادونه له هورموز تنګي پرته د نفتو ليږدولو د نوې کرښې په لټولو لګيا دي. که هورموز تنګی بند شي، له ايران څخه د نفتو ليږدولو کرښه به پرې شي. جاسک بندر د عدن خليج په جنوب ختيځ په سويلي سيمه کې واقع دی. د ګوريح - جاسک تر منځ د نفتو پايپ لاين به له هورموز تنګي په پرتله د ايران د نفتو صادراتي اندازه زياته کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |