د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي توکو د مخنيوي ۳۳مه نړيواله ورځ ده. د چين د کډوالو د ادارې رياست د سږ کال له جنورۍ څخه تر مې پورې د نشه يي توکو په باب ۸۲۹ جرمي پېښې کشف کړي او ۴ زره او ۷۹۲ کيلوګرامه نشه يي توکه يې تر لاسه کړي دي. د ميکونګ سيند په غاړو کې د چين، لاؤس، ميانمار او تايلند ۹۴م ګډ عدلي عمليات په دې وروستيو کې په رسمي ډول هم پيل شوي.
يادو ۴ هېوادونو له ۲۰۱۱م کال څخه تر اوسه پورې د نشه يي توکو په اړه ۷ جرمي پېښې او قضيې حل کړي، پکې يې د ۴ زره او ۵۸۵.۳۹ کيلوګرامه نشه يي توکو تر لاسه کړي او ۹ شکمن کسان يې نيولي دي.
په دې وروستيو کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه د خلکو د پېژندنې د پياوړتيا لپاره رنګا رنګ فعاليتونه تر سره شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |