د ۱۰ زرو مترو په ژوروالي انسان وړونکي اوبتل د تأمين لپاره لومړۍ بيړۍ چې " اکتشاف ۲ " نومېږي، په فو جيان ولايت کې د جوړېدو وروسته د جون د ۲۵مې نېټې په سهار په خوندي ډول سمندري سيمه کې په حرکت پيل وکړ.
دغه بيړۍ چې پکې د چين لخوا جوړ شوي علمي ازمويښتي ماشينونه او سامان الات ځای پر ځای شوي دي، په سمندري ژورو کې د بې پيلوټ سامان الاتو له علمي ازموينو سره مرسته او ملاتړ کولای شي. د ۱۰ زرو مترو په ژوروالي انسان وړونکي اوبتل " مجادله کوونکی " او د ۴ زرو او ۵۰۰ مترو په ژوروالي انسان وړونکی اوبتل " د ليرې سمندر اتل " هم په دې بيړۍ کې بار شوي دي. د دې بيړۍ او د يادو دوو اوبتلونو تر منځ د همکارۍ تمرين به په راتلونکو څو ورځو کې تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |