د چين په پلازمينه بېجينګ کې د جون په ۲۳ مه نېټه د کوويد ۱۹ د ناروغانو نمونو د تېست لپاره لومړی ګرځنده لابراتوار فعال شو.
دغه لابراتوار د بېجينګ په دا شينګ سيمه کې په يوه لوبغالي کې جوړ شوی او پراخوالی يې څه باندې ۷۰ ميترو مربع ته رسېږي. د يادونې وړ دا ده چې ياد لابراتوار يوازې په دريو ورځو کې جوړ شوی او هره ورځ ۳۰ زره نمونه پکې تېست کيږي.
په بېجينګ کې د روانې مياشتې په۱۱ مه د ۵۶ ورځو له ځنډ وروسته د کورونا نوې مثبتې پېښې رامنځته شوې چې ټولې يې له يوه مارکيټ سره تړاو لري. د بېجينګ ښاروالۍ سمدلاسه د اړوندو ادارو لارښوونه وکړه چې ژر د مشکوکو کسانو معاينه وکړي.
د جون له ۱۲ مې نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې په ياد ښار کې څه باندې ۷۴۰۰ طبي کارکوونکو د خلکو د معاينو په چارو کې ګډون کړی او تراوسه ۲۳ لکه ۴۲زره کسان يې تېست کړي دي.
د بېجينګ ښاروالۍ وياند يو هه جيان د جون په ۲۴ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د وبا روانه څپه د بېلابېلو برخو د ګډو هڅو له لارې په عمومي توګه کنټرول شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |