CRI Online

په چين کې هه جه قوم سياحتي چارو ته د پرمختګ ورکولو له لارې له بې وزلۍ څخه وتلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-26 19:47:12

ښاغلی يومينګ ګوه د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په تونګ جيانګ ښار کې د با چا د هه جه قوم ولسوالۍ د با چي کلي اوسېدونکی دی او کورنۍ يې نسل په نسل په همدې کلي کې ژوند کوي. د هه جه قوم د نورو سيمه ييزو کليوالو په شان ښاغلی يو له ۱۳ کلنۍ څخه له خپل پلار سره د کب نيولو په چارو لګيا و.

د تېرې پېړۍ په وروستيو کې د کب نيولو د سرچينو د کمښت له کبله د هه جه قوم د خلکو ژوند ستونزمن شوی و، دولت له دوی سره د مرستې لپاره د هه جه قوم هر اوسېدونکي ته څه باندې4.6 هيکتاره هڼې ځمکه ورکړې څو دوی د کرکيلې له لارې خپل ژوند ښه کړي.

با چي کلي ته نږدې يو کوچنی ټاپو دی چې با چي هم نومېږي او طبيعي منظرې يې ډېرې ښکلې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې با چي کلي ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ورغی او د ځايي کليوالو د حال احوال پوښتنه يې وکړه. هغه مهال ښاغلي يو د با چي کلي د مشر په توګه له رئيس شي سره د دغه کلي د راتلونکي پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي يو د رئيس شي له وړانديزونو سره سم د کليوالو په لارښوونې له سيمه ييزو غوره سرچينو څخه په ګټې اخيستلو سياحتي چارو ته وده ورکړې او په کلي کې يې له کليوالو سره په ګډه څه باندې 30 هوټلونه جوړ کړي دي. په تېرو دريو کلونو کې له با چي کلي څخه څه باندې 40 زرو سيلانيانو سيل کړی چې په دې سره ياد کلي نږدې 150 زره امريکايي ډالره ګټې ترلاسه کړې او د هر تن په سر يې عايدات څه باندې ۳۱۰۰ ډالرو ته رسېدلي دي.

ښاغلي يو اوس يو بل پلان لري چې دوه لويې بېړۍ واخلي او د چين او روسيې ترمنځ د مسافرينو د تګ راتګ لپاره يې وکاروي. هغه وايي، دا کار ښايي هر کال با چي کلي ته نور 560 زره ډالره ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای