د بېجينګ حکومتي ادارې وياند شوی هه جيان وويل چې ډېرو خلکو ته د نيوکليک اسيد کيټونو په وسيله د ازموينو او د اړوندو کسانو د قرنطين کولو له لارې په دغه ښار کې د شين فا دي بازار په اړه د کوويد -۱۹ وبا تر کنټرول لاندې ده. د جون له پيل څخه تر اوسه پورې په بېجينګ کې د کوويد-۱۹ په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۵۶ تنو ته رسيدلی او دغه وبا په بنسټيزه توګه کنټرول شوې ده. خو خلک لا هم د استوګنو په ناحيو کې د دغه ويروس د خپرېدو خطرونو په اړه انديښنه کوي.
نوموړي وويل چې د دغه وبا د وقايې او کنټرول حالات لا هم پچيلي دي، موږ بايد خپلې ويښتيا ته دوام ورکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |