CRI Online

د نشه يي توکو مخنيوي په ۳۳ مه نړيواله ورځ په چين کې د نشه يي توکو د خطرونو تبليغاتي اعلانونو کمپاين ترسره شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-26 21:07:37


په ميکونګ سيند کې د نشه يي توکو د جرمونو د مخنيوي لپاره د چين، لاؤس، ميانمار او تايلند د پوليسو په ۹۴مه ګډه ګزمه کې د چيني پوليسو يوه بېړۍ

د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي توکو مخنيوي ۳۳مه نړيواله ورځ ده. د چين د کډوالو رياست د سږ کال له جنورۍ څخه تر می پورې د نشه يي توکو ۸۲۹ جرمي قضيې کشف کړې او ۴ زره او ۷۹۲ کيلوګرامه نشه يي توکه يې نيولي دي. په همدې ورځ د چين، لاؤس، ميانمار او تايلند پوليسو په ميکونګ سيند کې د نشه يي توکو د جرمونو پرضد ۹۴مه ګډه ګزمه پيل کړه. يادو ۴ هېوادونو له ۲۰۱۱م کال څخه تر اوسه پورې په ګډې همکارۍ سره د نشه يي توکو په اړه ۷ جرمي قضيې کشف کړې، ۴ زره او ۵۸۵.۳۹ کيلوګرامه نشه يي توکي او ۹ شکمن کسان يې نيولي چې پدې سره د ميکونګ سيند په سيمه کې د نيشه يي توکو جرمونه په ښه توګه کنټرول شوي دي.

په همدې ورځ د چين په بېلا بېلو ځايونو کې هم د نشه يي توکو د خطرونو تبليغاتي اعلانونو کمپاين هم ترسره شوی دی، څو خلک د نشه يي توکو خطرونه ښه وپېژني او ورڅخه ځانونه وساتي.

د چين د ګوانګ دونګ ولايت په چينګ يوان ښار کې په يوه ابتدايي ښوونځي کې زده کوونکو د نشه يي توکو د خطرونو په اړه انځورونه انځور کړل او د پوليسو له لارې يې هغو کسانو ته ډالۍ کړل چې پخوا په نشه يي توکو باندې روږدي وو او اوس په ځانګړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

د جون په ۲۳ مه نېټه د چين د شان شي ولايت په مرکز تای یوان ښار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرکز په وړیا توګه د خلکو پر مخ خلاص شو او ځايي خلکو ته يې ډول ډول نشه يي توکي ښودلي او د خطرونو په اړه يې معلومات ورته وړاندې کړي دي.

د سه چوان ښار مرکز چنګ دو ښار په يوه ناحيه کې له اداره کوونکو، ساتونکو او صفاکارانو څخه يوه ځانګړې کاري ډله جوړه شوې ده چې د نشه يي توکو قضيو د نظارت دنده پر غاړه لري.

برسيره پردې په ياد ښار کې د بستو رسوونکو مشتريانو ته د توکو رسولو په عین وخت کې د نشه يي توکو د ممنوعيت په اړه پوهاوی او خبرتياوې هم ورکړې دي.

په نينګ شيا سيمه کې په همدې ورځ 10.8 ټنه نشه يي توکي د پوليسو لخوا کشف شوي او له منځه وړل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای