د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومتي مامورين وايي، د امریکا د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکز(CDC) طبي کارپوهان په دې باور دي چې ښايي له ۲۰ ميليونو څخه ډېر امريکايان پر کوويد ۱۹ وېروس اخته شوي وي چې دغه شمېر د حکومت لخوا د خپره شوې شمېرې په پرتله ۱۰برابره زيات دی، ښايي ډېری خلک پر دې وېروس اخته شوي، خو د مرض نښې نښانې پکې نه ليدل کېږي.
حکومتي مامورينو همدارنګه وويل چې ډېری ځوانان په تېره بيا هغه کسان چې عمرونه يې تر ۳۵ کلنۍ کم دي، پر وېروس اخته شوي دي، خو د ناروغۍ هيڅ نښه نښانې پکې نه ليدل کيږي، نو دوی نه پوهيږي چې دوی پر ويروس اخته شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |