د ساري ناروغيو مشهور امريکايي کارپوه او د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد د سپينې ماڼۍ د کاري ډلې کليدي غړي انتوني فاوسي د جون په ۲۶مه نېټه د کوويدـ۱۹ وبا په اړه د سپينې ماڼۍ په کاري غونډه کې وويل، د امريکا په بېلابېلو ايالاتونو کې پر کوويدـ۱۹ د اخته کسانو د شمېر له بيا زياتوالي څخه دا څرګندېږي چې د دې هېواد ځينې سيمې له سختو ننګونو سره مخامخ دي او په دې اړه يې ډېره انديښنه څرګنده کړه.
نوموړي وويل، په ځينو سيمو کې پر ياد ويروس د اخته کسانو د شمېر د چټک زياتوالي لامل دا دی، چې د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې په وختي توګه کارونه پيل کړي، او خلکو د ويروس د وقايې او کنټرول د مقرراتو مراعات نه دی کړی. فاوسي زياته کړه، که په راتلونکې کې دغه وبا کنټرول نه شي، نو هغه ايالاتونه چې پر ياد ويروس د اخته کسانو شمېر پکې لږ دی، بيا هم د دې ويروس تر اغېزې لاندې راتللی شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |