د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۶مه نېټه د کوويد-۱۹ ويروس په اړه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د دغه ويروس پر ضد د اړوندو لارو چارو د چټکولو د پروژې په اړه معلومات خپاره کړل.
د نوموړې پروژې ځانګړي استازي اندرو ويټي وويل، چې د واکسين له څېړنيزو چارو څخه د نړۍ متنوعيت ښکاره شوی، هم د لويديځ شرکتونه د دې لپاره خدمت کوي او هم چين د څېړنو په هڅه کې دی.
د روغتيا نړيوال سازمان لومړۍ ساينس پوهې سوميا سواميناتان وويل، چې اوس په چين کې لږ تر لږه ۴ ډوله اړوند واکسينونه د بستريزې ازموينې له دوهم پړاو څخه درېيم پړاو ته داخل شوي دي، د روغتيا نړيوال سازمان له زياتو اړوندو چيني څېړنيزو ډلو سره د خپلمنځي همکارۍ په اړه بحثونه پيل کړي او د بستريزې ازموينې په برخه کې به ورڅخه ملاتړ وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |