CRI Online

د ډېرو هېوادونو شخصيتونه: د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-27 17:10:21

د ډېرو هېوادونو شخصيتونو په دې وروستيو ورځو کې وويل، دا د چين کورنۍ چارې دي چې د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرس د قانون له مخې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون جوړ کړی او هيڅ هېواد حق نه لري چې پکې لاسوهنه وکړي.

د قزاقستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير او د ولسمشر پخواني سلاکار وويل، په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتونکي قانون جوړونه د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ هېواد پکې لاسوهنه نه شي کولی. موږ بايد د هېوادونو حاکميت ته درناوی ولرو او د کوم هېواد پر ملي حاکميت بايد تېری ونشي.

د پاکستان د نړيوال اسلامي پوهنتون مرستيال پروفيسور او د نړيوالو مسئلو کارپوه وويل، د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، خو د امريکا په شمول يو څو هېوادونو له هغو اغتشاش کوونکو څخه علنی ملاتړ کوي چې د زورزياتي فعاليتونه تر سره کوي او له دې څخه د دوی بد نيت او تسلط څرګندېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای