CRI Online

د امريکا فيدرالي محکمې د ټرمپ هغه ناقانونه عمل ثبت کړ، چې له نورو ځايونو څخه انتقال شوي پيسې يې د سرحدي ديوال په جوړونه کې لګولي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-27 17:10:21

د امريکا فيدرالي محکمې د جون په ۲۶مه نېټه حکم ورکړ< چې د ټرمپ حکومت هغه عمل له قانون څخه سرغړونه ده، چې د پنټاګون پيسې يې د امريکا او مکسيکو ترمنځ د سرحدي ديوال د جوړولو چارو ته انتقال کړي دي.

د ياد حکم له مخې، د ټرمپ حکومت له دفاعي ساتنې، پوځي چارو او نورو برخو څخه څو مليارډه امريکايي ډالره پيسې د سرحدي ديوال د جوړولو چارو ته انتقال کړي، دغه عمل د امريکا په اساسي قانون کې د اختصاصي پانګو له مادو څخه سرغړونه ده. ټاکل شوې وه، چې دغه پيسې په نورو برخو کې ولګول شي، خو ټرمپ له قانوني صلاحيت پرته د ماليې له وزارت څخه اخيستي، او يادې محکمې د نوموړي دغه عمل ناقانونه بللی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای