CRI Online

د هانکانګ د حکومتي کارکوونکو د چارو ادارې مشر نيا ده چوان: په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون به د يو هېواد او دوو نظامونو تګلارې د تطبيق لپاره لا پراخه پرمختيايي فضا برابره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-27 18:59:24

د چين د هانکانګ د حکومتي کارکوونکو د چارو ادارې مشر نيا ده چوان د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون جوړونه له هانکانګ سره د هېواد د پالنې او پاملرنې څرګندونه ده. دغه قانون د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات لپاره مهم ارزښت لري او د يو هېواد او دوو نظامونو تګلارې د تطبيق لپاره به لا پراخه پرمختيايي فضا برابره کړي.

نوموړي وويل، د چين حکومت د يو هېواد او دووو نظامونو تګلارې له تطبيق څخه ټينګ ملاتړ کوي، او له هغو تدبيرونو څخه هم پوره ملاتړ کوي چې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د پرمختګ او د ځايي خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټور دي. نوموړي باور وښود، چې که د دې قانون له لارې ملي امنيت ښه وساتل شي او مرکزي حکومت د ملي امنيت او حاکميت په اړه ډاډمن شي او د دې ترڅنګ د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې ځايي حکومت خپل مسئوليت په جدي توګه پلی کړي، د يو هېواد او دوو نظامونو د تطبيق لپاره به لا پراخه زمينه برابره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای