CRI Online

د هانکانګ د سياسي ميکانيزم او د لويې وچې د چارو ادارې مشر ځنګ ګوه وې: له ډېر وخت راهيسې د ملي امنيت د ساتونکي قانون جوړونې ته سترګې په لار يم

cri     (GMT+08:00) 2020-06-27 20:23:56

د هانکانک د سياسي ميکانيزم او د لويې وچې د چارو ادارې مشر ځنګ ګوه وې د جون په ۲۶مه نېټه له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، له ډېر وخت راهيسې په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتونکي قانون جوړونې ته سترګې په لار يم. دغه قانون به د اغتشاش کوونکو لاسونه وتړي، ټولنه به لا ثابته شي او د خلکو ژوند به ښه شي.

نوموړي وويل، په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتونکي قانون جوړونه له دې سيمې سره د چين مينه څرګندوي. په تېر يو کال کې په هانکانګ کې زياتې شخړې پېښې شوي او له دې امله دغه سيمه ډېره زيانمنه شوې او د هېواد د امنيت لپاره يو ګواښ جوړ شوی. نو موږ ډېر خوشحاله يو، چې اوس د ملي امنيت ساتونکی قانون جوړ شوی او په دې سره به د دولت او د هانکانګ امنيت وساتل شي.

نوموړي وويل، چې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکي قانون پلي کېدل د اغتشاش کوونکو لپاره يو لوی ګواښ دی، زه باور لرم چې له دې وروسته به دغه ټولنه لا نوره ثابته او د خلکو ژوند به نور هم ښه شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای