د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د جون د ۲۷مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او۴۰ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۶۵۳۰۴۸ ته رسېدلی او د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۹۱۱۲۸ ته رسېدلی و.
د جانس هوپکينس پوهنتون د راپور له مخې، د ختيځې امريکا پر وخت د جون د ۲۷مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو پورې په دغه هېواد کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر له دوه نيم ميليونو څخه زيات و او د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۲۵ زرو څخه زيات ښودل شوی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |