په امريکا کې کوويدـ۱۹ وبا په دوامدار ډول سخته خپرېږي او په ډېرو ايالاتونو کې په يوه ورځ کې پر دې ويروس د اخته کسانو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی. د امريکا د ناروغيو وقايې او کنټرول مرکز وايي، ممکن په امريکا کې لږ تر لږه ۲۴۰ لکه کسان پر دغه ويروس اخته وي او واقعي شمېر يې ښايي له خپور شوي شمېر سره لس چنده برابره وي.
د امريکا د ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز مشر روبورټ ريفيلډ د جون په ۲۵مه نېټه له بي بي سي سره په تليفوني خبرو کې ويلي چې اوس زموږ د ګمان له مخې، کله چې هر يو ناروغ راپور شوی، له هغه سره نژدې پاتو شويو کسانو کې ۱۰کسان پر دې ويروس اخته شوي دي. اوس يوازې د ناروغۍ پر نښې لرونکو کسانو معاينه تر سره کېږي، خو تر اوسه پر هغو ناروغانو چې د ناروغۍ نښې نه لري، معاينه نه ده تر سره شوې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |