د فرانسې خبري رسنيو د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو چارو د ادارې څانګې په قول خبر ورکړ، چې اروپايي ټولنې د جون په ۲۷مه نېټه له ځينو هېوادونو او سيمو سره د سرحداتو د بيا پرانيستنې نوملړ تاييد کړی، خو دغه نوملړ تر اوسه نه دی خپور شوی.
د معلوماتو له مخې، امريکا به د کوويد-۱۹ وبا د وضعيت له امله د سفرونو په اړه د اروپايي ټولنې د بنديز له ډېرو اغېزو سره مخامخ وي. اروپايي ټولنې د جون په ۲۷مه نېټه پريکړه وکړه، چې د جولای له لومړۍ نېټې وروسته به د ۱۵ هېوادونو او سيمو لپاره خپل سرحدات بيا خلاص کړي. امريکا په دغه لېست کې شامله نه ده.
اروپايي ټولنې د جون د ۲۷مې نېټې د ماښام په ۶ بجو ياده پريکړه وکړه. د اروپايي ټولنې نوبتي رئيسه هېواد کرواتيا به د راتلونکي پړاو ترتيبات ونيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |