د زياتو هېوادونو شخصيتونو په دې وروستيو کې څرګنده کړې چې د امريکا د مشرانو جرګې هغه عمل له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده، چې تش په نوم د هانکانګ د خپلواکې ادارې قانوني لايحه يې تصويب کړې ده. د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او بهرني هېوادونه پکې د لاسوهنې حق نه لري.
د روسيې د ستراتيژيکو څېړنو انستېتيوټ مشر بيلياييف وويل، چې امريکا هميشه په دې هڅه کې ده چې د چين د پرمختګ د مخنيوي فرصتونه ومومي. د هانکانګ چارو په پلمه پر چين د بنديزونو لګونه د امريکا له خوا د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او موخه يې د چين د پرمختګ مخنيوی دی.
د جنوبي افريقا د ملي پارلمان مرستيال سولومن زيمولي وويل، چې زما په اند د دولتي ګټو په موخه د لازمو تدبيرونو نيول ډېر مهم دي. د ملي امنيت ساتنه او د خلکو د ژوند د سوله ييز چاپيريال تضمين د حکومت مسئوليت او دنده ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |