CRI Online

په چين کې د ښامار کښتۍ اختر په رخصتۍ کې ۴۸ ميليونو او ۸۰۹ زرو کسانو په کور دننه سفرونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-28 17:18:55

 

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ښامار کښتۍ اختر په درې ورځنۍ رخصتۍ کې ۴۸ ميليونو او ۸۰۹ زرو کسانو د هېواد دننه سفرونه کړي او په دې برخه کې ۱۲ ميليارډ او ۲۸۰ ميليونه يوانه عايدات تر لاسه شوي دي.

سيلانيان کلتوري ميراثونه ډېر خوښوي، څه باندې ۹۲.۴ فيصده سيلانيانو په بېلابېلو کلتوري فعاليتونو کې ګډون کړی او تر ټولو ډېرو سيلانيانو له تاريخي او کلتوري لارو او کوڅو څخه ليدنه کړې ده.

سيلانيان په چين کې د څه باندې ۹۰ سلنه سيلانيزو سيمو د ليدني لپاره انلاين نومليکنه کوي او سيلانيزې سيمې د سيلانيانو لپاره بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای