CRI Online

ښايي په زياتو هېوادونو کې ډېر مخکې د کوويد-۱۹ وبا رامنځته شوې وي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-28 20:48:20

د چين د هانکانګ (( تاکونګ پاو )) ورځپاڼې د جون په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، چې په نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس په اړه د څېړنو له زياتېدو سره په زياتو هېوادونو کې د دغه ويروس د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو وخت بيا تاييد شوی او د ثبت شوې پېښې وخت او يا د دغې وبا د خپرېدو وخت ښايي ډېر مخکې وي.

د هسپانيې ويروس پوه د جون په ۲۶مه نېټه د فاضله اوبو په هغه نمونه کې کوويد-۱۹ ويروس پيدا کړ، چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې اخيستل شوې دي، دغه وخت په چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د لومړۍ پېښې د رامنځته کېدو تر وخت ۹ مياشتې مخکې دی. څېړوونکو لومړی د روان کال د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د برسيلونا د فاضله اوبو له نمونې څخه کوويد-۱۹ ويروس پيدا کړ او بيا يې هغه نمونې وڅېړلې چې د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر پورې اخيستل شوي، او د ۲۰۱۹ کال د مارچ د ۱۲مې نېټې په نمونه کې يې د دغه ويروس جين جوړښت پيدا کړ.

د مارچ په پای کې د امريکا د کاليفونيا ايالت سنټا کلارا ولسوالۍ د معاينې په خپور شوي راپور کې راغلي چې د فبرورۍ په ۶مه نېټه په دغه سيمه کې د کوويد-۱۹ ويروس له امله د مړينې پېښه رامنځته شوې وه، دغه پېښه دا ښيي چې کوويد-۱۹ ويروس په جنورۍ ښايي لا مخکې په دغه ايالت کې خپور شوی دی.

د ايټاليا عالي طبي اکاډمۍ د جون په ۱۸مه نېټه يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي چې څېړوونکو د دغه هېواد په ميلانو او تورين ښارونو کې د تېر کال د ډسمبر ۱۸مې نېټې د فاضله اوبو په نمونو کې د کوويد-۱۹ ويروس موجوديت ثبت کړی دی.

د بريتانيا لنډن پوهنتون د څېړنيز انستېتيوټ په شمول څېړنيزې ډلې په نړۍ کې پر دغه ويروس له ۷۵۰۰ اخته کسانو څخه د پيدا شويو ويروسونو د جين جوړښت له څېړلو وروسته دغه نظر ته رسېدلي چې د دغو ويروسونو ګډه منشأ د ۲۰۱۹ کال په پای کې شتون درلود او ښايي په دغه وخت کې کوويد-۱۹ ويروس له طبيعت څخه انسانانو ته انتقال شوي وي، يعنې ښايي دغه ويروس د تېر کال په پای کې د نړۍ په پراخو سيمو کې خپور شوی وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای