CRI Online

د افغانستان امنيتي ځواکونو په پوځي عملياتو کې ۶۴ وسله وال ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 09:57:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو حکومتي چارواکي د جون په ۲۸مه نېټه وويل، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په دې وروستيو ۲ ورځو کې په څو ځايونو کې پوځي عمليات تر سره کړي او پکې يې ۶۴ وسله وال ووژل.

د غزني ولايت د حکومت وياند د جون په ۲۸مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د امنيتي ځواکونو جنګي الوتکو په همدې ورځ د دې ولايت د داخ ياک په سيمه کې د طالبانو پر يوې غونډې هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۱۰ وسله وال ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.

امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، طالبانو په پکتياولايت کې د امنيتي ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ او ورپسې امنيتي ځواکونو پر دوی ځوابي پوځي عمليات تر سره کړل چې پکې يې ۱۳ وسله وال ووژل.

برسيره پر دې، امنيتي ځواکونو په پکتيکا ولايټ کې ۷ وسله وال ووژل. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای