CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : له چين پرته په نورو هېوادونو کې په کوويد-۱۹ وبا د اخته کسانو شمېر ۹.۷۵ ميليونه ۷ زره او ۸۸۳ تنو ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 09:59:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۸مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، له چين پرته په نورو هېوادونو کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۹.۷۵ ميليونه ۷ زره او ۸۸۳ ته رسېدلی دی.

په ګرده نړۍ کې په دې وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۱۸۹ زره او ۷۷ زيات شوی چې ۹.۸۴ ميليونه ۳ زره او ۷۳ تنو ته رسېدلی دی. د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۴ زره او ۶۱۲ زيات شوی چې ۴.۹ لکه ۵ زره او ۷۶۰ ته رسېدلی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای