د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جونس هوپکينس پوهنتون د جون په ۲۸مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، چې د ختيځې امريکا په وخت د جون د ۲۸مه نېټې د مسپيښن تر ۴ بجو ۳۳ دقيقو، په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ وبا د اخته له امله د مړو شويو شمېر ۵ لکه او ۱۰۸ ته رسېدلی، په دې وبا د اخته شويو ناروغانو شمېر ۱۰ ميليونه ۶۳ زره او ۳۱۹ ته رسېدلی دی.
په امريکا کې په دې وبا د اخته کسانو شمېر (۲.۵۳ ميليونه ۹ زره او ۹۴۴ تنه ) او د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر ( ۱۲۵ زره او ۷۴۷ تنه ) د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی. په برازېل، بريتانيا، ايتاليا، فرانسه، هسپانيا او مکسيکو کې د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر په جلا جلا ډول له ۲۰ زرو څخه اوښتی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |