د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو کې، په ايران کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو حالت بيا سخت شوی، د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني د جون په ۲۸مه نېټه د کوويد- ۱۹ ناروغۍ د وقايي او کنټرول د ملي لارښوونکي رياست په غونډه کې اعلان وکړ چې د جولای له ۵مې نېټې څخه په دوو اوونيو کې، ايرانيان بايد په عامو ځايونو کې ماسک واچوي، که څوک د دې مقرره مراعات نه کړي، ور ته سزا به ورکړی شي. هغه ځايونه چې پکې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت د سور رنګ کچې ته رسېږي، کېدلی شي چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د اړوندو عملي بنديزونو د بيا لګولو غوښتنه وکړي.
د ايران د روغتيا وزارت د جون په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ چې په دې ورځ کې په کوويد-۱۹ وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲ زره او ۴۸۹ زيات شوی دی چې عمومي شمېر يې ۲.۲ لکه ۲ زره او ۶۶۹ ته رسېدلی دی. په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر ۱۰ زره او ۵۰۸ ته رسېدلی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |