ما هو سيمه د چين په جوګغار ټيټه ځمکه کې د ۱ ميليارډ ټنو په اندازه لويه نفت لرونکې سيمه ده. په دې وروستيو کلونو کې، له دې سيمې څخه د نفتو د استخراج کار په هر اړخيز ډول تر سره شوی او هره ورځ ۵ زره او ۹۴۲ ټنه نفت له دې سيمې څخه ايستل کيږي. د ټاکلې موخې سره سم، سږ کال به د دغې سيمې څخه ۲.۱۷ ميليونه او ۶ زره ټنه نفت توليد شي.
د جوګغار په ټيټه ځمکه کې د نفتو د زيرمې اندازه ډېره زياته ده. په دې وروستيو کلونو کې، په دې سيمه کې د نفتو د کشف کارونه چټک او ګړندي شوي او په ما هو کې د ۱ ميليارډ ټنو په اندازه نفت لرونکې سيمه پيدا شوې ده. د سږ کال د می تر پای پورې، له دې سيمې څخه د استخراج شويو نفتو اندازه ۴.۸۴ ميليونه او ۸ زره ټنو ته رسېدلې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |