CRI Online

افغان خبريال: د ترمپ لخوا پر نړيوال قانون سپکاوی به په ټوله نړۍ کې د امريکا ښه نومونه له منځه وړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 11:48:05

څو ورځې دمخه د افغانستان ټايمز ورځپانې خبريال صديقي حسيني د چين د خلکو ورځپاڼې په ويبپاڼه کې د يوې ليکنې په خپرولو سره پر امريکا سخته نيوکه وکړه چې پر نړيوالې جزايي محکمې (ICC) د دغه هېواد بې دليله بنديز لګونه د نړيوالو قوانينو سپکاوی دی او افغانانو ته يې ستر زيانونونه رسولي دي.

په دغه ليکنه کې ويل شوي چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستيو کې د نړيوالې جزايي محکمې (ICC) پر غړيو بنديزونه ولګول څو د افغانستان جګړې په ترڅ کې د امريکا د ممکنو جرمونو په اړه د پلټنې مخنيوي وکړي. دا نړيوالو قوانينو ته بربنډ سپکاوی دی. امريکايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان بريد وکړ، د دغه هېواد پر کليوالو سيمو يې زر ګونه بمونه وغورځول او بې شمېره عامو وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دا په افغانستان کې د امريکا د جنګي جرمونو ثبوت دي. د م م په اړوند رپوټ کې د امريکا بربنډو زورزياتيو ته په اشاره سره ليکل شوي چې امريکا د بې ګناه افغانانو د وژلو مسؤله ده. افغانستان لا تر اوسه د جګړې له امله ځپل کېږي او د عامو وګړو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زياتېږي. نو ځکه د ترمپ لخوا پر ICC د بنديزونو لګول په حقيقت کې په جګړه کې د قرباني شويو بې ګناه افغانانو په حق کې ظلم دی.

د يادې ليکنې له مخې، د امريکا تاريخ د دوهمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته له امپرياليزم، پراختيا غوښتنې، نوي استعمار او د نورو په کورنيو چارو کې مداخلې ډک دي. ټوله نړۍ بايد له امريکا سره پر خپلو اړيکو له سره غور وکړي او د يوې امنې نړۍ د ابادۍ لپاره دې په ګډه کوښښونه وکړي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا ۱۹ کاله تېر شوي دي. د افغانانو په شمول ټول نړيوال په دې ښه پوهېږي چې امريکا په افغانستان کې څه کارونه تر سره کړي دي او په تېرو ۱۹ کلونو کې د امريکا کړنو د بې ګناه افغانانو پر ژوند څه اغېزه درلوده. خو ترمپ بيا هم په افغانستان کې د امريکايي کړنو د پلټنو د مخنيوي په موخه پر نړيوالې جزايي محمې بنديزونه لګولي. پوښتنه دا ده چې ترمپ له څه ويره لري، اندېښنه يې څه ده؟ اياد هر څوک چې له امريکا سره بېل نظرونه يا توپيرونه لري، ورباندې به د امريکا بنديزونه ولګول شي؟ ايا دا نړۍ يوازې د امريکايانو ده؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای