د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د جون په ۲۸مه نېټه په تلويزيوني مرکه کې وويل، بېلا بېلې خواوې بايد د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره ګډ کوښښ او همکارۍ وکړي، نه د يو بل غندنه.
هغه وويل، باور لرم چې د کوويد-۱۹ وبا د تهديد د لرې کولو لپاره تدبيرونه نيول سمه لار ده، نه مقاومت.
اوس مهال د کوويد-۱۹ وبا د لويې پيمانې خپرېدو په حال کې ده، خو يو لړ سياسي قوتونو په داسې حال کې د دې وبا د سرچينې دسيسه خپروي. پوټين په دې اړه وويل، له دې وبا سره مبارزه لازم او بيړنی کار دی، نه د دې وبا د سرچينې په باب بې بنسټه خبرې. د دې وبا د خپرېدو په حالت پوهېدل او د وبا د مخنيوي لپاره يو سيستم جوړول زموږ لپاره ډېر مهم دی. که څوک دا نظر لري چې دغه وبا د چا لخوا په ناوړه نيت جوړه شوې، ښه نتيجه به و نه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |