CRI Online

پاکستانی کارپوه: د امريکا لخوا د هانکانګ په اړه د لايحې تصيبول د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه بولي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 16:01:57

د امريکا د مشرانو جرګې څو ورځې مخکې د هانکانګ د خپلواکې ادارې په اړه تش په نامه قانوني لايحه تصويب کړه. د پاکستان مشهور مبصر فياض کياني د جون په ۲۷مه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، د امريکا په دې کار سره د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې او د نړيوالو اړيکو او هوکړو له بنسټيزو اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده. هغه وويل

((د امريکا د مشرانو جرګې د هانکانګ په اړه قانوني لايحه تصويب کړه او ګواښ يې وکړ چې پر هانکانګ او د هانکانګ پر اړوندو چارواکو به بنديزونه ولګوي. دا کار د نړيوالو اړيکو او هوکړو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده، امريکا هم پوهېږي ډېر هېوادونه د دوی د دې کړنې ملاتړ نه کوي. ))

ښاغلي فياض کياني دې ته اشاره وکړه چې امريکا له يوې خوا له دې سره مخالفت کوي چې چين په هانکانګ کې د دولتي امنيت د ساتلو اړوند قانون جوړ کړی، له بلې خوا امريکا خپله په دې اړه قانون جوړ کړی دی. له دې څخه د امريکا دوه ګوني معيارونه په ډاګه کېږي. هغه وويل

((په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې له رامنځته کېدو وروسته امريکا د ترهګرۍ له ګواښ سره د مقابلې لپاره له هېواد سره د مينوالو قانوني لايحه تصويب کړه. په دې توګه د امريکا استخباراتي او قانون اجرائيوي ادارو ته صلاحيت ورکول شو چې د خلکو د ټولو کارونو څارنه کولای شي. د امريکا قانون اجراکوونکي هر وخت په هر ځای کې د خلکو په کارونو کې د لاسوهنې حق لري. که امريکا د خپل هېواد د امنيت ساتلو لپاره اړونده قانوني لايحه تصويب کولای شي، ولې نور هېوادونه د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې دغه شان قانوني لايحه نه شي جوړولی؟ ))

فياض کياني وويل، چين په هانکانګ کې د هېواد امنيت د ساتلو قانون د جوړولو موخه د هانکانګ د ازادۍ سلبول نه دي، بلکې دا کار به په هانکانګ کې د سولې او امنيت د لاټينګېدو لامل شي. هغه وويل

((زما په اند، په هانکانګ کې د دولتي امنيت د ساتلو قانون جوړېدل او تطبيق د هانکانګيانو د ژوند اوسني لارو چارو د بدلولو موخه نه لري، خو دغه قانون د هانکانګ له اوسنيو حالاتو او غوښتنو سره سمون لري. څرنګه چې مخکې دغه قانون شتون نه درلود، ځينو بدنيت لرونکو کسانو د هانکانګ د ثبات او ارامتيا د ويجاړولو فرصتونه پيدا کړي او په هانکانګ کې ځينې ويجاړونکې پېښې رامنځته شوې، نو دغه قانون لازم او ضرور دی. ))

په دې وروستيو کې د امريکا په مشرۍ ځينو هېوادونو پر چين نيوکه کړې چې په هانکانګ کې د هېواد امنيت ساتلو د قانون جوړېدل به د هانکانګ ازادۍ او ديموکراسۍ ته زيانونه ورسوي. فياض کياني په دې اړه وويل، هانکانګ په ۱۹۹۷ کال کې د بريتانيا له مستعمرې څخه بېرته خپل هېواد چين ته ستون شو، دغه راز هانکانګ پوره ازادي او ديموکراسی لري. هغه وويل

((ايا هانکانګ د بريتانيا تر استعمار لاندې رښتينې ديموکراسی درلوده ؟ ځواب يې منفي دی، په هغه وخت کې د هانکانګيانو حقونه پوره محدود شوي وو. په هغه موده کې د هانکانګ له ۲۸ تنو مشرانو څخه هېڅ يو د هانکانګيانو لخوا نه دی انتخاب شوی، هانکانګيانو د لاريون کولو حق هم نه درلود. برسيره پر دې، بريتانيا د هانکانګ د مستعمرې په موده کې د تش په نوم د خيانت قانون جوړ او تطبيق کړ. هيله لرم چې پر چين نيوکه کوونکي هېوادونه، په تېره بيا امريکا بايد داغسې مسئلې تر غور لاندې ونيسي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای