CRI Online

مايک پومپيو د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د نړيوالې همکارۍ پر وړاندې خنډ ګرځېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 19:53:42

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ډېر دروغجن شخص دی، په دې وروستيو ورځو کې يې پر چين نيوکه کړې او ويلي يې دي چې له افريقا سره چيني مرسته "تشه ژمنه" ده او د کوويد -۱۹ وبا پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ دځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې پايله يې رد کړې ده.

څوک د افريقا رېښتينی ملګری دی او چا د افريقا لپاره د مرستو تشې ژمنې کړي، افريقايان پر دې ښه پوهېږي او دا هر څه يې په څرګند ډول ليدلي دي.د پومپيو دروغ په افريقا کې بازار نه لري.په افريقا کې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې چين په چټکه توګه افريقا ته مرستې برابرې کړې دي.چين ۵۰ افريقايي هېوادونو او د افريقايي هېوادونو ټولنې ته زيات شمېر طبي مرستندويه توکي برابر کړي او ۱۱ هېوادونو ته يې د طبي کارپوهانو ډلې لېږلي ، له ۳۰ څخه ډېرې د کارپوهانو ويډيويي غونډې او نژدې ۴۰۰ روزنيز فعاليتونه يې ترسره کړي. بر سېره پر دې،په افريقا کې د چين ۴۶ طبي ډلو هم په فعاله توګه د ناروغۍ د وقايي او کنټرول کارونه ترسره کړي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کوويد -۱۹ وبا پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ په ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه کې وويل چې موږ بايد د چين او افريقا د طب او روغتيا ګډه ټولنه او د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو او پدې برخه کې يې يو شمېر همکاريزې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د کوويد-۱۹ وبا واکسين تر څېړنې او کارولو وروسته افريقايي هېوادونو ته د مرستې ژمنې هم شاملې دي. د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د چين له امله افريقايي هېوادونو ته هغه بې ګټې او بې سوده پورونه معاف شي چې د ۲۰۲۰ کال پر پايه پورې يې د تاديې وخت پوره کېږي.

د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې ، پومپيو ، څو ځله ادعا کړې چې امريکا له وبا سره د نړيوالې ټولنې په مبارزه کې مرسته کوي. خو اسوشيټيډ پريس په وروستيو کې خبر ورکړی چې له ۲۰ څخه زياتو نړيوالو مرستندويه سازمانونو د امريکا حکومت ته ليکونه استولي او ويلي يې دي دوی ته د امريکا له خوا بشري مرستې لږې يا هېڅ ندي ورکړل شوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای