CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به پر هغو امريکايانو د ويزې بنديز ولګوي چې د هانکانګ مسئلې په اړه يې بد عمل کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 20:18:53

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين به د هغو امريکايانو پر وړاندې د ويزې بنديز ولګوي چې د هانکانګ مسئلې په اړه يې بد عمل کړی دی.

د معلوماتو له مخې، امريکا څو ورځې مخکې د هانکانګ چارو په اړه د ځينو چيني چارواکو پر وړاندې د ويزو د محدوديت اعلان وکړ. وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې د هانکانګ د ملي امنيت د ساتنې قانون د جوړونې چارې د چين کورنۍ چارې دي، هېڅ بهرني هېوادونه پکې د لاسوهنې واک نه لري. د چين حکومت د هېواد د حاکميت، امنيت او انکشافي ګټو د ساتنې په باب ټينګ هوډ او د ( په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو تګلارې) د تطبيقولو په اړه ټينګه اداره لري. چين په هانکانګ چارو کې د بهرنيو خواوو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي. د امريکا هغه ناوړه موخه به تر سره نه شي چې د بنديز لګولو له لارې غواړي د هانکانګ د ملي امنيت د ساتنې قانون د جوړولو په بهير کې خنډونه واچوي. څرنګه چې امريکا ياد بد عمل کړی، نو چين به د اړوندو امريکايانو پر وړاندې د ويزې بنديز ولګوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای