CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا ځيني چارواکي دې د چين په اړه له غلطو خبرو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 20:29:47

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين د امريکا له ځينو چارواکو څخه غواړي چې سمدلاسه خپلې تيروتنې سمې کړي او د چين په اړه له غلطو خبرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو او متقابل باور ته له زيان رسوونکو کړو وړو څخه دې لاس واخلي.

د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر سلاکار روبرټ سې اوبرين د جون په ۲۴مه نېټه په يوه وينا کې پر چين بې دليله نيوکه کړی ده. وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې د چين په اړه د امريکا د ځينو چارواکو خبرې له رښتياوو او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده. له دې څخه د دوی د سړې جګړې افکار او ناسمې ايډيلوژيکې نظريې څرګندېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای