د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين يو ځل بيا د مايک پومپيو په ګډون له امريکايي سياستوالو څخه غواړي چې په امريکا کې د وبا کنټرولولو او د خلکو ژوند خوندي کولو ته لومړيتوب ورکړي ، هغه غلط عملونه دې پرېږدي چې خپلې سياسي ګټې د خلکو له ژوند څخه لوړې بولي، حقايقو او ساينس ته دې درناوی ولري او د بې ځايه خبرو او خلکو غولولو مخه دې ونيسي.
وياند جاو وويل چې اوس په امريکا کې پر کوويد-۱۹ وبا د اخته شوو کسانو شمېر ۲ ميليونو او ۵۴۰ زرو ته رسېدلی او د دې ناروغۍ له امله مړه په دغه هېواد کې شويو کسانو شمېر ۱۳۰ زرو ته رسېدلی دی.په دې وروستيو ورځو کې په امريکا کې روانه وبا لاسخته شوې او د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه په دغه هېواد کې د تازه تشخيص شوو ناروغانو شمېر له ۴۴ زرو څخه اوښتی و او نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د امريکا هغه عمل هېڅ ګټه نه لري کوم چې پر نورو هېوادونو تورونه لګوي. څوک چې په چين او امريکا کې خلکو او ژوند ته د لومړيتوب ورکولو پر اصل ټينګار کوي، ځواب يې څرګند دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |