CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې نفاق اچوونکي به مختورن وي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-29 20:38:57

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې افريقايي هېوادونه د چين ښه ملګري دي. دواړو خواوو د کوويد-۱۹ ويروس له وبا سره په مبارزه کې يووالی او همکارۍ کړی. د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې د نفاق اچوونکو کړه وړه بد نيت لري او حتماً به ناکامه شي.

د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جون په ۲۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين پر هغې ژمنې نيوکه وکړه چې د کوويد-۱۹ ويروس پر ضد د مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د يووالي په سرمشريزه غونډه کې وړاندې شوې، او ويلي يي دي چې د چين کمونېست ګوند له نړۍ څخه د کوويد-۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ ريښتيا پټ کړي او له امله يې پر افريقايي هېوادونو نه دوام کېدوونکي پورونه رامنځته کړي دي. جاو لي جيان وويل، چې د کوويد-۱۹ ويروس پر ضد د مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د يووالي سرمشريزه غونډه په بريالي ډول تر سره شوه. په دغه غونډه کې د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي وپيشنهادونو او وړانديزونو د افريقايي هېوادونو هرکلی تر لاسه کړی دی. د روانې وبا له امله نړيوال اقتصاد ډېر ځپل شوی او افريقايي هېوادونه له سختو ننګونو سره مخامخ دي. چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره د افريقايي هېوادونو ملاتړ پياوړی کړي او د پورونو په اړه د شلو هېوادونو ډلې پېشنهاد پلی کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای