د های نا جه په نوم کورنی هوټل
د چين د های نان ولايت د سان يا ښار ( بو هو ) کلی سمندر ته نژدې پروت دی، پخوا په دغه کلي کې سيلانيز صنعت شتون نه درلود، د ځايي کليوالو عايدات کم وو. ځايي حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د کلي د بدلون پريکړه وکړه او د کورنيو هوټلونو صنعت پرمختګ ته يې مهم ارزښت ورکړ. ځايي کليوال تان جونګ شيان د ځايي کاري ډلې تر مرستې لاندې په دې ځای کې د های نا جه په نوم يو کورنی هوټل جوړ کړ. د نوموړي د دريو کلونو له هڅو وروسته دغه کورني هوټل شهرت پيدا کړ او تان جونګ شيان ته يې ښه عايدات برابرول. زياتو ځايي کليوالو د نوموړي د تجربو له مخې خپل کورني هوټلونه جوړ کړي دي. اوس په دغه کلي کې ۴۴ کورني هوټلونه جوړ شوي او د دغه صنعت له امله په ۲۰۱۹ کال کې د ځايي کليوالو منځني عايدات تر ۲۴۵۰۰ يوانو زيات شوي او دا د ۲۰۱۶ کال له ۹۷۰۰ يوانو څخه څو چنده زيات شوي دي.
په دغه کلي کې زيات کورني هوټلونه شته
(ای جيه) جهيل د بو هو کلي مشهور سيلانيز ځای دی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |