د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۹مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولوسره خبر ورکړ چې له چين پرته په نورو هېوادونو کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۹.۹۳ ميليونه ۶ زره او ۱۹۷ ته رسېدلی دی.
د منځتۍ اروپا په وخت د جون د ۲۹مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې، له چين پرته په نورو هېوادونو کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۱.۷ لکه ۸ زره او ۳۱۴ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۹.۹۳ ميليونه ۶ زره او ۱۹۷ ته رسېدلی دی. له چين پرته په نورو هېوادونو کې د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۴ زره او ۱۵۳ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴.۹ لکه ۵ زره او ۲۶۵ ته رسېدلی دی.
په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱.۷ لکه ۸ زره او ۳۲۸ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۱۰ ميليونه ۲۱ زره او ۴۰۱ ته رسېدلی دی. د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۴ زره او ۱۵۳ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴.۹ لکه ۹ زره او ۹۱۳ ته رسېدلی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |