CRI Online

د روسيې جنګي الوتکې د تور سمندر په فضا کې د امريکا د يوې اکتشافي الوتکې د فعاليت مخه ونيوله

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 10:40:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د جون په ۲۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روسيې د سوخد -۲۷ نمبر جنګي الوتکې په همدې ورځ د تور سمندر په فضا کې د امريکا د يوې اکتشافي الوتکې د فعاليت مخه ونيوله

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د روسيې د جنوبي پوځي سيمې هوايي ځواکونو په همدې ورځ د تور سمندر دپاسه ازاد قلمرو کې د امريکا د سمندري ځواکونو د P-8A نمبر اکتشافي الوتکه او د RC-135 نمبر څارګره الوتکه پيدا کړه. د دې سيمې د سوخد - ۲۷ نمبر جنګي الوتکې د روسيې په قلمرو د تېري د مخنيوي لپاره د يادو دوو الوتکو د فعاليت مخه ونيوله او د روسيې له هوايي قلمر څخه يې وشړلې.

په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د روسيې الوتکو د نړيوالو مقرراتو مراعات کړی او د نورو هېوادونو پر قلمرو يې تيری نه دی کړی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای