د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان لوی مدير تدريس ادهانوم د جون په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۰ ميليونو څخه او د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر له ۵ لکو څخه اوښتی دی، په راتلونکيو څو مياشتو کې به په ټولو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ او انسانانو د ګډ ژوند حالت رامنځته شي.
تدريس وويل، ۶ مياشتې مخکې، هيچا فکر نه کړی چې د کوويد-۱۹ له امله به په نړۍ کې ژوند خړپړ شي. په راتلونکيو څو مياشتو کې به انسانان له دغې وبا سره ګډ ژوند کوي، نوی عادي حالت به رامنځته وشي. هغه له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې د دې وبا د مخنيوي لپاره د لومړيتوب ۵ تدبيرونه ونيسي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |