CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان له اړوندو خواوو څخه يو ځل بيا غوښتنه کړې چې بايد د کوويد-۱۹ خپرېدو ته سياسي رنګ ور نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 11:41:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم د جون په ۲۹مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد د کوويد-۱۹ خپرېدو ته سياسي رنګ ور نه کړي.

نوموړي وويل، کوويد-۱۹ يو چټک خپرېدونکی قاتل دی، هر ډول توپير به د دې وبا د مخنيوي په لار کې خنډونه واچوي. نو د بېلا بېلو ملتونو، هېوادونو، ګوندونو، ايديولوژيک مسايلو، مذهبونو او قومونو تر منځ يووالی ډېر مهم او لازم دی.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ له يووالي پرته به کوويد-۱۹ په لا چټک ډول خپرېږي. هغه خبرداری ورکړی چې نړيواله ټولنه دې له دې وبا سره د مقاومت لپاره ګډ کوښښ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای