د سينهوا اژانس د جون په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، د هېواد د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب درېيم ټوک د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر، د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ګوندي تاريخ او سندونو د څېړنيز انسټيټيوټ او د بهرنيو ژبو د ادارې لخوا په په چيني او انګليسي ژبو بهرنيو هېوادونو ته چاپ شو.
د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار د ياد ګوند په منشور کې زيات کړي، د چين د ۱۳مې دورې ولسي کانګرس د دايمي کميټې لومړۍ غونډې دغه مهم افکار په اساسي قانون کې زيات کړي دي. دغه افکار په نوې زمانه کې د چين د کمونست ګوند فکري بيرغ، د هېوا د سياسي ژوند او ټولنيز ژوند قطب نما او د چين د ملي سمسورتيا لپاره لارښوونکې تګلاره ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |