CRI Online

سعودي عربستان او امريکا له م م څخه ايران ته د وسلو پر لېږلو د بنديز د غځېدو غوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2020-06-30 14:34:56

د سين هوا ازانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان خارجه وزير عادل بن احمد جوبېر او د ايراني مسئلې په اړه د امريکا ځانګړي استازي راين هوک د جون په ۲۹مه نېټه د سيمې د امنيت او ساتلو په پلمه له م م څخه غوښتنه وکړه چې ايران ته د وسلو پر لېږلو بنديز وغځوي.

دواړو خواوو په همدې ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د يوې ګډې خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د وسلو لېږلو په اړه پر ايران د م م لخوا د بنديز لګونې لغوه کول ښايي په دې سيمه کې د پوځي سيالۍ او نارامتيا د رامنځته کېدو سبب وګرځي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای